ایکنانیوز د النیلین خبری سایټ له قوله راپور راکړ د سوډاني میرمنو د قرآن دحفظ دپروژې مسئول ډاکټر آمال عبدالسلام په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دسوډان ۵۴ میرمنو په یوه ډله ایز اقدام کې چې معجزې ته ورته دی، د قرآن کریم د حفظ په یوه ۹۹ ورخنی پړاؤ کې په ګډون سره د ټول قرآن کریم حافظې شوې.
ډاکټر عبدالسلام وائي ، چې ددغو میرمنو د حفظ روده ، د عربستان د یوه شیخ له لارې ترلاسه شوې ده.
په دغه راپور کې د قرآن کریم د حفظ د رودې په باب لازیات توضیحات نه دی ورکړل شوي.
د سوډان دالدامر په شا وخوا کې په شاعدینات جومات کې د قرآن کریم د ۵۴ حافظو ښځو او انجونو د ستاینې او قدرونې غیر رسمي دستورې د ډاکټر آمال عبدالسلام او شیخ عبید محمد علی په هڅو سره چې څه دپاسه نیمه پیړۍ کیږي، ددغه جومات د جمې امام په توګه فعالیت کوي، ترسره شوې .
دغه لرغونی جومات له تیرو وختونو تر دې دمه له دې زیات چې دجماعت لمانځه مصلا یا عید ګاه شي، د مینه والو لپاره د قرآني محفلونو ،مجلسونو او ویناؤ د ترسره کیدا ځای دی.